د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل هوايي ډګر د تخلیې پر مهال د داعش د مرګوني برید د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې «خوبولي جو بایډن» له افغانستانه په وتلو امریکايي ځواکونه بېدفاع پرېښودل.
سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ، د وږي په ۴مه، د ډونالډ ټرمپ پیغام په ټولنیزو شبکو کې خپور کړ. ټرمپ په دغه پیغام کې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر کړنو سختې نیوکې کړې دي.
ټرمپ د کابل هوايي ډګر د پوځي دروازې، چې د «ابي ګېټ» په نوم یادېږي، په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه ویلي: «دا ناورین له هېواده د خوبولي جو بایډن د بشپړ ناکام وتلو پایله وه، چې زموږ حیرانونکي نارینه او ښځینه یې بېدفاع پرېښودل.»
هغه ویلي، جو بایډن له افغانستانه د ناکام پوځي وتلو له لارې «طالبانو ته اجازه ورکړه چې زرګونه ترهګر او وینېتږي مجرمین، چې په بګرام زندان کې ساتل کېدل، خوشې کړي.»
ټرمپ د افغانستان له پوځي وتلو په وروستیو ورځو کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل «د امریکا د ملت په تاریخ کې له تر ټولو لویو جنایتونو څخه یو» بللي او ویلي یې دي، چې دا پېښه د جو بایډن او هغو دیموکراتانو د «مطلقې بېکفایتۍ» پایله وه چې د دې چارې مسؤل وو.
هغه زیاته کړې، چې سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته یې د دې برید د اصلي طراح په نیولو سره عدالت پلی کړی دی.
پرون د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» په دروازه کې د هغه ځانمرګي برید پنځمه کلیزه وه، چې د افغانستان له تخلیې سره هممهاله ترسره شو. په دې برید کې ۱۷۰ افغان وګړي او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. داعش د برید مسؤلیت ومانه.
د دې پېښې بریدګر عبدالرحمن لوګری بلل شوی و. امریکايي استخباراتي ادارو ویلي وو، چې لوګری د طالبانو له لوري له بګرام زندان څخه خوشې شوی و.
