ننګرهار کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یوه ځوان د خپګان او کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژنه کړې ده.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ لپاره طالب ویاند، سید طیب حماد نن (جمعه، ۶ د وږي) ویلي، نوموړي له خپلې کورنۍ څخه بهر هېواد ته د تګ لپاره پیسې غوښتې وې، خو کورنۍ یې نه وې ورکړې.
د حماد په وینا، چې له دې پېښې وروسته دغه ځوان له کورنۍ سره تاوتریخوالی کړی او خپه شوی و او ځانوژنه یې کړې ده.
د مالوماتو له مخې، دا پېښه د کامې ولسوالۍ په «پېرزو» سیمه کې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې اقتصادي ستونزې، رواني ناروغي، غلا او د مرموزو وژنو پېښې ډېرې شوې خو په رسنیزولو یې طالبانو محدودیت لګېدلی دی.
