ټرمپ نن سهار (شنبه، د وږي ۷مه) په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې ویلي چې دغه تړون به د وینزویلا او امریکا ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو د پام وړ پیاوړتیا لامل شي.
ټرمپ دغه تړون د «نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر د نفتو تړون» بللی او ویلي یې دي چې امریکا به د وینزویلا پر څه باندې ۶۵ میلیارد بېرلو ثابتو نفتو زېرمو کنټرول ولري.
د هغه په وینا، دغه تړون به «امریکايي مالیه ورکوونکو ته له هېڅ ډول لګښت پرته» عملي شي.
د وینزویلا موقتې ولسمشرې دلسي رودریګز، چې د امریکا له خوا د نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته واک ته رسېدلې، هم دغه تړون «تاریخي» بللی دی.
رودریګز په اېکس کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه تړون له مخې به په وینزویلا کې د امریکا د خصوصي سکتور ۱۰۰ میلیارد ډالره پانګونه وشي.
هغې هیله څرګنده کړې چې د وینزویلا پر ۱۷ ستراتېژیکو نفتي ساحو، چې شاوخوا ۶۵ میلیارد بېرله نفت لري، شوې پانګونه به د هغې حکومت ته تر ۲۰۹ میلیارد ډالرو پورې مالیاتي عواید ولري او د هېواد له پراختیا سره به مرسته وکړي.
د وینزویلا پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو له امریکا سره ترینګلې اړیکې لرلې. مادورو او مېرمن یې د روان میلادي کال د جنورۍ په درېیمه نېټه په کاراکاس کې له خپل استوګنځي څخه ونیول شول او د هغه مرستیالې دلسي رودریګز واک ترلاسه کړ.
له واک ته د موقت حکومت له رسېدو وروسته د وینزویلا او امریکا اړیکې ښې شوې دي. ډونالډ ټرمپ کله ناکله وینزویلا د امریکا د یوه نوي ایالت په توګه یادوي؛ هغه څرګندونې چې ظاهراً طنزیه بڼه لري، خو د کاراکاس پر نوي حکومت د هغه د لیدلوري او نفوذ څرګندونه کوي.
