سرچینې: طالبانو په بغلان کې دوه ځوانان وژلي او جسدونه یې نندارې ته ایښي دي

Oplus_131072

په بغلان کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د دې ولایت د خوست ولسوالۍ کې دوه ځوانان «په ډزو وژلي» او جسدونه یې نندارې ته ایښي دي.

د سرچینو په وینا، دغه دوه ځوانان نن سهار، د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه)، د بغلان د خوست ولسوالۍ د فرغانبل او د تخار د ورسج ترمنځ له غرونو څخه نیول شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو دوو ځوانانو نومونه «امرالله» او «نورا» وو. طالبانو لومړی د هغوی جسدونه د فرغانبل کلي په بازار او وروسته یې د بغلان د خوست ولسوالۍ د مرکز په دوابي بازار کې نندارې ته ایښي دي.

سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو د دغو کسانو پر جسدونو تېزاب هم شیندلي او تر اوسه یې اجازه نه ده ورکړې چې جسدونه له لمر لاندې ځای څخه انتقال او خاورو ته وسپارل شي.

د سرچینو د راپور له مخې، دغه دوه کسان د طالبانو له خوا د نیول کېدو پر مهال یوه «چره‌یي» ټوپک درلود او غوښتل یې چې د تخار د ورسج له لارې بدخشان ته د کانونو په برخه کې د کار لپاره ولاړ شي.

سرچینې ادعا کوي چې دغو دوو ځوانانو له طالبانو سره د مخالفو جبهاتو هېڅ ډول اړیکه نه لرله او د لارې د غرني او ناهموار وضعیت له امله یې چره‌یي ټوپک له ځان سره لېږداوه.

په همدې حال کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د دغې ډلې د بغلان د والي د دفتر په حواله لیکلي چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» دوه غړي د دوی له خوا د خوست ولسوالۍ په فرغانبل کلي او دوه نور کسان د همدې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

«د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته