د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولنې په ټول افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت او د سیمهییزو خوړو د سیستمونو د پیاوړتیا لپاره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغه ادارې نن (جمعه، د وږي ۶مه) پر اېکس پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د دغې مرستې هرکلی کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دغه بودجه به د خلکو د معیشت ملاتړ وکړي، د ښځو او ځوانانو لپاره به اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او د دې ادارې د «ښوونځیو د خوړو د برابرولو» پروګرام به پیاوړی کړي.
دا مرسته په داسې مهال شوې چې په افغانستان کې د بشري مرستو پروګرام له سخت مالي کمښت سره مخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو چې د بودجې د کمښت له امله اړ شوی چې یو شمېر اړمن کسان د خوراکي مرستو له نوملړ څخه وباسي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او بشري مرستندویه ادارو د ۱۷.۵ میلیونه کسانو ته رسېدنه لومړیتوب ګرځولې ده.
ملګرو ملتونو د دغو کسانو د مرستې لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې ۲۹.۱۸ سلنه دغه بودجه برابره شوې ده. له همدې امله، د بشري مرستو په دې پروګرام کې د ۱.۲ میلیارد ډالرو مالي کسر موجود دی.
