د نیپال پولیسو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۴۶۹ کسانو ته رسېدلی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، نیپالي پولیسو نن سهار (جمعه، د وږی ۶مه) ویلي، چې شاوخوا زر نور کسان لا هم په نیپال او تبت کې ورک دي.
د دې رسنۍ د راپور پر بنسټ، په ورکو شویو کسانو کې لږ تر لږه ۵۴۰ تنه بهرني اتباع دي.
رویټرز لیکلي چې د نیپال چارواکو د ژغورل شویو کسانو د لټون او هغو زرګونو کسانو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره له چورلکو کار اخیستی چې په ښارونو او درو کې یې اړیکې پرې شوې وې. په همدې حال کې بېړنیو خدمتونو، چې ځینو یې د بوی موندونکو سپو مرسته هم کارولې، په هوارو سیمو کې لسګونه مړي موندلي دي.
د چهارشنبې په سهار، په تبت کې د یوه طبیعي یخچال د نړېدو له امله د خټو، ډبرو او یخونو ستر سېلاب د همالیا د غرنیو سیندونو په مسیر کې راوتلی و.
سېلاب پر کلیو او درو ورغلی او د تبت د لهاسا پر لور د کتمندو په مسیر کې یې برېښناکوټونه، سړکونه او پلونه ویجاړ کړي دي. له دې لارې سیلانیان او زیارت کوونکي تبت ته تګ راتګ کوي.
د دې سېلاب له رامنځته کېدو راهیسې د مړو شمېر په پرلهپسې ډول زیات شوی دی. پرون د مړو شمېر ۳۵۹ تنه اعلان شوی و.
