د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د امریکا له لوري د لګېدلو بندیزونو او د ایران پر سمندري محاصرې سربېره، د دغه هېواد صادرات او واردات تر ۳۵ سلنې پورې کم شوي دي.
پزشکیان دا څرګندونې د «دولت اوونۍ» په مناسبت په یوه مرکه کې کړې دي چې د جمعې په شپه (د وږي ۶مه) خپره شوې ده.
د ایران ولسمشر وایي، د بندیزونو د زیاتېدو او د امریکا له لوري د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د دوام له امله، د ایران د صادراتو او وارداتو کچه د ۲۵ او ۳۵ سلنې ترمنځ راټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه: «اقتصادپوهان پوهېږي چې د صادراتو او وارداتو دغه کموالی د هېواد د اقتصاد لپاره څه معنا لري.»
پزشکیان اندېښنه څرګنده کړه چې د دغه وضعیت دوام ښایي د توکو د بیو د لوړېدو لامل شي؛ ځکه واردوونکي به اړ شي چې د توکو د لېږد لپاره ډېر لګښت وکړي.
پزشکیان وویل، ایران د جون په میاشت کې د اسلاماباد د تفاهملیک د عملي کېدو پر مهال شاوخوا ۹۰ میلیونه بېرله تېل پلورلي وو، خو د هرمز تنګي له بیا تړل کېدو او د سمندري محاصرې له بیا پیل سره دغه وضعیت له منځه تللی دی.
هغه ټینګار وکړ چې باید د جګړې وضعیت درک شي او خلک او بازارونه د انرژۍ په مصرف کې احتیاط وکړي، څو لږ تر لږه د ۱۰ سلنې سپما له لارې هره ورځ ۹۰۰ زره بېرله تېل ذخیره شي.
مسعود پزشکیان له امریکا وغوښتل چې پر ایران بندیزونه لغوه کړي او پر اسرائیلو فشار راوړي، څو په لبنان کې خپل پوځي عملیات ودروي.
هغه زیاته کړه چې د اسلاماباد د ۱۴ مادې لرونکي توافقلیک نهه مادې له امریکا سره تړاو لري او که امریکا او اسرائیل خپلو ژمنو ته عمل ونه کړي، ایران هم خپلو ژمنو ته پابند پاتې نه شي.
