په کندهار کې سرچینې وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې چارواکو د «هیواد» او «زما کندهار» راډیوګانو اته خبریالان، ویاندویان او تخنیکي کارکوونکي څو ساعته نیولي دي.
سرچینې وايي، دغه کسان د خپرونو پر مهال د ځینو «نامناسبو کلیمو» د کارولو، د ږیرو د لنډولو او د ویښتانو د اوږدوالي له امله د طالبانو د امر بالمعروف ریاست ته انتقال شوي وو.
د سرچینو په وینا، د دغو دوو رسنیو کارکوونکي د چهارشنبې په ماښام (د وږي ۴مه) له ضمانت ورکولو وروسته خوشې شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف چارواکي د ټولو وګړو پر ظاهري بڼه څارنه کوي او ښځې د دې ډلې د منل شوي حجاب د نه مراعتولو او نارینه د ږیرې نه لرلو له امله نیسي.
دې ډلې د ښځو لپاره د مخ بشپړ پوښښ او د نارینهوو لپاره د ږیرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول اجباري کړي دي.
