د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، له محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته ویلي چې «ډیپلوماسي بېرته خپل مسیر ته ګرځول ناشوني نه دي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن (جمعه، د وږي ۶مه) پر اېکس لیکلي: «دا کار د امریکا له خوا د یوې ساده واقعیت په درک کولو پورې تړاو لري: فشار نتیجه نه ورکوي.»
هغه زیاته کړې: «امریکا باید باور رامنځته کړي، په درناوي خبرې وکړي، زموږ حقونه په رسمیت وپېژني او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.»
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر پرون د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړ او د ایران له لوړپوړو چارواکو، د ولسمشر مسعود پزشکیان، د پارلمان له رئیس محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې لیدنې او خبرې وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو لیدنو کې د سیمې وروستي وضعیت او «د داسې مناسبو شرایطو رامنځته کول چې د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو زمینه برابره کړي» وڅېړل شول.
قطر له پاکستان سره یوځای هڅه کوي چې ایران او امریکا بېرته د خبرو مېز ته راستانه شي او د اختلافاتو د حل او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې اترې له سره پیل شي.
ایران او امریکا د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې د پاکستان په منځګړیتوب د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تفاهملیک لاسلیک کړی و، خو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته دواړو لورو یو بل د دغه تفاهملیک په نقض تورن کړل او جګړه یې بېرته پیل کړه.
اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه درېدلې، خو امریکا پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه سخت کړي دي. ایران هم وايي چې د هرمز تنګی لا هم تړلی دی.
