په فراه کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې څه باندې ۱۰ ټنه نشهيي توکي سوځول شوي دي.
د فراه د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، کریمالله ننگیال، ویلي چې دغه اندازه نشهيي توکي په تېرو ۱۰ میاشتو کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو.
ننگیال ملي راډیو او ټلوېزیون ته ویلي، ۳۴ ډوله نشهيي توکي چې ټول وزن یې ۱۰ ټنو ته رسېده، سوځول شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو توکو کې تریاک، شیشه، نشهيي تابلیتونه، شراب، چرس او د «اومان» بوټی شامل وو.
طالبانو د نشهيي توکو کر، تولید او قاچاق منع کړی دی. خو د دغه ډلې له لوري وړاندې شوي شمېرې، د رسنیو راپورونه او د ملګرو ملتونو اړوند راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د نشهيي توکو بازار لا هم پراخ دی.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، پرون په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دغه ډلې د کورنیو چارو وزارت په تېر قمري کال کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې څه باندې ۴۶ زره عملیات ترسره کړي دي.
د هغه په وینا، د دغو اقداماتو په پایله کې ۱۳ زره او ۳۲۶ کسان نیول شوي او دوه زره او ۱۵۹ ټنه نشهيي توکي کشف او ضبط شوي دي.
