طالبانو په ګازرګاه هرات کې د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت جومات جوړ کړ

Oplus_131072

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی چې د ګازرګاه په سیمه کې د خواجه عبدالله انصاري جامع جومات د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او چارې یې بشپړې شوې دي او اوس ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه جومات د خواجه عبدالله انصاري د مقبرې ترڅنګ جوړ شوی چې د هرات له تاریخي ودانیو څخه ګڼل کېږي.

یو شمېر فرهنګي فعالانو په دې تاریخي سیمه کې د ودانیزو چارو په اړه اندېښنه ښودلې وه؛ خو له دغو اندېښنو سره سره، طالبانو د نوي جومات د جوړولو چارې بشپړې کړې.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور او هنر آمر عبدالـمتین عادل ویلي، چې د ګازرګاه پخوانی جومات په بشپړه توګه ویجاړ او وروسته په دوو پوړونو کې، د درې زره متره مربع ځمکې پر مساحت، په معیاري ډول له سره جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، دغه جومات د لس زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي پخواني استاد نوید مشعوف ویلي، چې نوموړی د خواجه عبدالله انصاري د مقبرې ترڅنګ د داسې ودانۍ له جوړېدو سره مخالف و. د هغه په وینا، د دې مخالفت لامل د ودانۍ غیرمعیاري طرحه او له ګازرګاه او د هغې له تاریخي ټولګې سره د تیموري او سیمه‌ییزې معمارۍ د بڼې نه همغږي ده.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې نوی جوړ شوی جومات په ګازرګاه کې له موجودې تیموري معمارۍ سره هېڅ ډول همغږي او ورته والی نه لري.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د خپل حکومت پر مهال د جوماتونو او دیني مدرسو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

دغه ډلې د هېواد د لویو لارو ترڅنګ لسګونه جوماتونه هم جوړ کړي دي؛ په داسې حال کې چې خپله دغه لارې غیرمعیاري دي او ترمیم ته اړتیا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته