د خوست امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کې یې د جعلي امریکايي ډالرو د پلور په تور دوه کسان نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جنایي جرمونو ضد مدیریت اړوند د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو دغه کسان هغه مهال نیولي، چې جعلي امریکايي بانکنوټونه یې یوه صراف ته د پلورلو هڅه کوله.
د سرچینې په وینا، له نیول شویو کسانو څخه پر یوه تور دی چې له پولې اخوا د اورکزیو له سیمې جعلي ډالر راوړي او بل کس ورسره د دغو پیسو د پېر او پلور په معاملو کې همکاري کوله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو سره داسې جعلي ډالر هم ترلاسه شوي، چې د پیسو د شمېرلو په ځانګړو ماشینونو کې په اسانۍ تېرېدلی شي.
د خوست امنیه قومندانۍ وايي، نیول شوي کسان به د موضوع له لا څېړنې او د دوسیې له بشپړېدو وروسته د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
