د نفتو د بیې د لوړېدو احتمال؛ سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د نفتو نل‌لیکه ودروله

Oplus_131072

د سعودي عربستان پر نفت‌نل‌لیکه د بې‌پیلوټه الوتکې له برید وروسته، سعودي عربستان چې د نړۍ تر ټولو لوی خام نفت صادرونکی هېواد دی، د دې نل‌لیکې فعالیت درولی دی؛ دا اقدام ښايي د نفتو د بیې د لا لوړېدو لامل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي چې د احتیاطي اقدام په توګه یې د دې نل‌لیکې فعالیت درولی دی.

د ختیځ ـ لوېدیځ ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده نل‌لیکه د سعودي عربستان له ټولې ټاپووزمې څخه تېرېږي او دغه هېواد ته یې دا زمینه برابره کړې چې د هرمز تنګي له سمندري مسیر څخه ډډه وکړي. په دغه تنګي کې د امریکا او ایران د جګړې له امله د نفت‌وړونکو بېړیو تګ راتګ په پراخه کچه کم شوی دی.

دې نل‌لیکې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ له څلورو تر پنځو میلیونو بېرلو پورې نفت سره سمندر ته انتقالول، چې د نړۍ د نفتو د عرضې له څلورو تر پنځو سلنې پورې جوړوي.

بغداد او ریاض دواړو ویلي چې پر دې نل‌لیکه برید له عراق څخه شوی، هغه ځای چې د ایران ملاتړ لرونکي وسله‌والې ډلې پکې فعالیت کوي. عراق هم د شنبې په ورځ د دې برید په غبرګون کې یو پوځي قوماندان له دندې ګوښه کړ.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.

سپوږمکۍ انځورونو ښودلې چې د مدینې ښار په جنوبي برخه کې، د نل‌لیکې مسیر ته نږدې، تور لوګي اسمان ته پورته شوي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه هم اوښتي دي، او د زیانونو کچه لا تر ارزونې لاندې ده. دغه وزارت د نفتو پر صادراتو د برید د اغېز په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په خپل یوه تفریحي مرکز کې د ګالف په یوه سیالۍ کې د ګډون لپاره ایرلنډ ته تللی، ویلي چې ښايي ایران د دې برید مسؤل وي.

هغه زیاته کړې چې هغه جګړه چې شپږ میاشتې مخکې یې پیل کړې ده، ښايي د نومبر په میاشت کې د امریکا له منځمهاله ټاکنو لږ وروسته پای ته ورسېږي او په هغه وخت کې به د نفتو بیه «په ډېرې چټکۍ راولوېږي».

د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د نفتو بیې په پام وړ ډول لوړې شوې دي. په امریکا کې د ډیزلو پرچون بیه هم د لومړي ځل لپاره په هر ګیلن کې له شپږ ډالرو اوښتې ده.

د نفتو د بیو دغه لوړوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې امریکا او ایران دواړه په خلیج کې پر نفت‌وړونکو بېړیو بریدونه کوي او په یمن کې له ایران سره هم‌غږي حوثيانو د سره سمندرګي د باب‌المندب تنګي کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته