د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د هېواد په سوېلي، لوېدیځ او سوېلختیځو زونونو کې د ځمکپوهنې نقشهاخیستنه پیل شوې ده.
دغه وزارت نن (شنبه، د وږي ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نقشهاخیستنه به د «یو پر سل زره» په کچه ترسره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د سروې او اکتشاف عمومي ریاست د یوه پنځهکلن پروګرام په چوکاټ کې دغه نقشهاخیستنه ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکپوهنې د سروې او نقشهاخیستنې عملي چارې له پکتیکا ولایت څخه پیل شوې دي. د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال به د تخنیکي او تخصصي لارو چارو په کارولو سره د ځمکپوهنې جوړښتونه، د ځمکې د عوارضو ځانګړتیاوې او هغه سیمې چې د کانونو د زېرمو ظرفیت لري، تحلیل او وڅېړل شي.
ټاکل شوې چې له کاني موادو لرونکو سیمو څخه د هغو سیمو تر بېلولو وروسته چې کاني زېرمې نه لري، د دغو کانلرونکو سیمو د اقتصادي ظرفیت د ارزونې لپاره لا دقیقې او تخصصي اکتشافي څېړنې او مطالعات پیل شي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په شمالي، شمالختیځو او مرکزي زونونو کې د تثبیت شویو کانونو د استخراج چارې پیل کړې دي.
د طالبانو مخالفان د دې ډلې له لوري د کانونو استخراج ته د هېواد د «کانونو لوټ» وايي او ادعا کوي چې له دې چارې خلکو ته هېڅ ګټه نه رسېږي؛ بلکې د طبیعي زېرمو له استخراج څخه ترلاسه کېدونکي عواید د طالبانو پر شخصي لګښتونو مصرفېږي او عام خلک له هېڅ ډول ملاتړ پرته د کانونو د استخراج پر مهال د ویجاړوونکو فعالیتونو له امله له رامنځته کېدونکو چاپېریالي اغېزو سره مخ دي.
