د بریکس ډلې غړو هېوادونو، چې چین، روسیه، ایران او هند هم پکې شامل دي، نن (شنبه، ۲۱ د وږي) په ګډه اعلامیه کې په منځني ختیځ کې د ارامۍ غوښتنه کړې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په اعلامیه کې راغلي: «موږ په منځني ختیځ/لوېدیځه اسیا کې د روانو ترینګلتیاوو له زیاتېدو خپله ژوره اندېښنه څرګندوو او د خپلو اړوندو ملي دریځونو په یادولو سره د اعظمي زغم او له هغو اقداماتو څخه د ډډه کولو غوښتنه کوو چې وضعیت لا پسې خرابولی شي.»
د بریکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مې په میاشت کې په ډهلي نوې کې د لیدنې پر مهال د ګډې اعلامیې پر سر هوکړه ونه شوه کړای. د غړو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو، ترمنځ د هغې جګړې په اړه اختلاف موجود و چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو له بریدونو سره پیل شوې وه.
خو د هند، چې د دې غونډې کوربه دی، له پراخو ډیپلوماتیکو هڅو وروسته د شنبې په ورځ د مشرانو په غونډه کې ګډه اعلامیه خپره شوه.
په دې اعلامیه کې د ملکي زیربناوو او اټومي تأسیساتو پر ضد بریدونه هم غندل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ د هغو قصدي بریدونو په اړه خپله جدي اندېښنه څرګندوو چې پر ملکي زیربناوو او سولهییزو اټومي تأسیساتو شوي؛ هغه تأسیسات چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) تر بشپړو خوندیتوب تدابیرو لاندې دي او دا بریدونه د نړیوالو قوانینو او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د اړوندو پرېکړهلیکونو په سرغړونه کې ترسره شوي دي.»
په اعلامیه کې زیاته شوې: «اټومي خوندیتوب او امنیت باید تل، حتا د وسلهوالو شخړو پر مهال هم، مراعات شي، څو خلک او چاپېریال له زیان څخه خوندي پاتې شي.»
بریکس په ۲۰۰۹ کال کې د مخ پر ودې سترو اقتصادونو د یوه فورم په توګه رامنځته شو. د دې ډلې غړو غوښتل په هغو بنسټونو کې لا زیات نفوذ ولري چې د لوېدیځو قدرتونو تر واک لاندې دي.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د چین د ولسمشر شي جینپینګ له قوله، چې د شنبې په ورځ یې د دوهورځنۍ غونډې په پیل کې وینا وکړه، راپور ورکړی چې په منځني ختیځ کې جګړه «د نړیوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون نه لري.»
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په دې غونډه کې ګډون لري.
په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ په اوسني نړیوال وضعیت کې د قطبي کېدو او بېباورۍ زمینه په پام کې نیسو او د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه کوو.»
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «موږ د نړیوالې سوداګرۍ، د اکمالاتو ځنځیرونو او انرژۍ د روان بهیر د ساتلو لپاره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوو؛ هغه هم د پلي کېدونکو نړیوالو قوانینو له مخې.»
