د لوګر سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې یو ۱۲ کلن ماشوم د اوبو یوه ډنډ ته له لوېدو وروسته مړ شوی دی.
د لوګر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست لپاره طالب ویاند، فضل سالارزي وايي، چې دغه ماشوم تېره ورځ (جمعه، ٢٠ د وږي) د خروار ولسوالۍ مرکز اړوند په یوه کلي کې د اوبو یوه لوی ډنډ ته لوېدلی دی.
د سالارزي په وینا، ماشوم د اوبو ډنډ ته څېرمه په لوبو بوخت و چې وروسته ډنډ ته ولوېد او ژوند یې له لاسه ورکړ.
نوموړی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې ماشوم په قصدي ډول د بل چا له لوري ډنډ ته غورځول شوی او که د بېاحتیاطۍ له امله خپله ورغورځېدلی دی.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د تګ راتګ پر مهال د هغوی څارنه وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
