د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيآیاې) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ۷۱ محرم راپورونه خپاره کړي چې ښيي د امریکا حکومت د القاعدې له لوري په امریکا کې د الوتکو په وسیله د برید له پلان څخه خبر و.
دغه راپورونه د جمعې په ورځ (د وږي ۲۰مه) د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت خپاره شوي دي.
د دغو ۷۱ محرم راپورونو له ډلې د امریکا د مرکزي استخباراتو هغه ورځني راپورونه دي چې د ولسمشر لپاره چمتو شوي وو. دغه اسناد ښيي چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۳ راپورونه بیل کلینټن او اووه نور راپورونه جورج ډبلیو بوش ته وړاندې شوي وو چې پکې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له لوري پر امریکا د برید د پلانونو یادونه شوې وه.
په دغو راپورونو کې درې یې په ځانګړي ډول د الوتکو له لارې پر امریکا د برید موضوع ته نږدې اشاره کوي.
د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر په ۱۰مه، د بیل کلینټن د ولسمشرۍ پر مهال، د «د بن لادن دریځ او موخې» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې د الوتکې له لارې د برید احتمال مطرح شوی و.
په راپور کې ویل شوي چې له هغو شبکو سره تړلې یوه ډله چې په ختیځه افریقا، یعنې کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د بریدونو مسووله وه، ښايي «له چاودېدونکو توکو ډکه یوه الوتکه» د امریکا پر یوه ښار ولګوي.
د ۱۹۹۸ کال د ډسمبر په ۴مه هم د «بن لادن د امریکايي الوتکو د تښتولو او نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي» تر سرلیک لاندې یو راپور کلینټن ته وړاندې شوی و.
په دغه راپور کې د «امریکايي الوتکې د تښتولو» د احتمال په اړه خبرداری ورکړل شوی و. همداراز پکې د القاعدې د شبکې د غړو د الوتکو تښتولو د روزنې او په نیویارک کې د یوه هوايي ډګر د امنیتي تلاشي د ازمایښتي تېرېدو په اړه معلومات ورکړل شوي وو.
درېیم مهم مورد د ۲۰۰۱ کال د اګست د ۶مې راپور دی چې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال د «بن لادن په امریکا کې پر برید هوډمن دی» تر سرلیک لاندې چمتو شوی و.
د سيآیاې اسناد ښيي چې دغه راپور د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو ۳۶ ورځې وړاندې وړاندې شوی و. په راپور کې د امریکا پر خاوره د برید لپاره د بن لادن د پخوانیو پلانونو او همداراز د الوتکو د تښتولو د احتمالي پلان په اړه معلومات هم شامل وو.
افغانستان او طالبان هم د هغو موضوعاتو له ډلې دي چې په دغو راپورونو کې په وار وار یاد شوي دي.
د سيآیاې اسناد څو ځله د طالبانو او بن لادن د نږدې اړیکو، په افغانستان کې د القاعدې د مشر د حضور او د طالبانو له لوري د هغه د سپارلو د مخالفت یادونه کوي.
د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ هغه راپورونه چې سيآیاې د امریکا ولسمشرانو ته وړاندې کړي، ښيي چې په افغانستان کې د بن لادن حضور د القاعدې د عملیاتي فعالیتونو د دوام له مهمو عواملو څخه ګڼل کېده.
که څه هم په دغو راپورونو کې د القاعدې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو له طریقې سره ډېرې نږدې نښې لیدل کېږي، خو په خپرو شویو ۷۱ راپورونو کې، چې ټولټال ۱۰۱ مخونه دي، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د دقیقې وړاندوینې یادونه نه ده شوې.
۲۵ کاله وړاندې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د القاعدې ۱۹ غړو، چې ۱۵ تنه یې د سعودي عربستان اتباع وو، څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. هغوی دوه الوتکې په نیویارک کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر برجونو ولګولې او یوه الوتکه یې پر پنټاګون ور وویشتله. څلورمه الوتکه، چې ښايي موخه یې د امریکا کانګرس یا سپینه ماڼۍ وه، د پنسلوانیا په ایالت کې ولوېده. په دغو بریدونو کې په ټولیز ډول نږدې درې زره کسان ووژل شول.
