کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې سختو ورښتونو، ږلۍ او سیلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي.
سرچینې وایي، دا طبیعي افتونه تېره ورځ (جمعه ۱۳ د وږي) او نن (شنبه) د خاص کونړ ولسوالۍ په «چمیاري» کلي کې را منځته شوې.
سرچینې ویلي، د دغو سېلابونو له امله د ځایي اوسېدونکو ۳۰ استوګنیز کورونه او شااوخوا ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
ورته مهال کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمن سپین غر وایي، چې سیمې ته یې د ارزونې ټیمونه استولي، ترڅو له ارزونې وروسته سیلاب ځپلو ته مرستې ور ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د هېواد ختیځ ولایتونه د سختو ورښتونو او سیلابونو شاهدان دي، چې له امله یې ځایي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه رسولي دي.
