سوزان فرګوسن: د افغان ښځو پر کار بندیز د بشري حقونو بنسټیز اصول نقضوي

Photo: Hector RETAMAL / AFP

په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو د کار کولو د بندیز یو کال پوره کېږي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې، سوزان فرګوسن، وايي چې پر افغان ښځو دغه بندیز د بشري حقونو او د برابرۍ هغه بنسټیز اصول نقضوي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې درج شوي دي.

مېرمن فرګوسن نن (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نړۍ په هېڅ بل ځای کې ښځې یوازې د خپل جنسیت له امله د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو نه دي منع شوې او دا اقدام د ملګرو ملتونو د ۸۰ کلن تاریخ په اوږدو کې بې‌ساری دی.

هغې زیاته کړې چې دغه بې‌ساری محدودیت لا هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د هغې د شریکانو فعالیتونه کمزوري کوي او د هغوی وړتیا راکموي چې ښځو، نجونو او د هغوی کورنیو ته لاسرسی پیدا کړي او اړینې مرستې ور ورسوي.

مېرمن فرګوسن په ورته وخت کې ویلي چې په تېر یوه کال کې افغان ښځینه کارکوونکو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې خپلو اساسي دندو ته دوام ورکړی دی.

د هغې په وینا، دغو ښځینه کارکوونکو په ټولنو کې د ښځو له سازمانونو ملاتړ کړی، له ښځو سره یې د معیشتي فرصتونو په ترلاسه کولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هغوی د مقاومت د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کړې او روغتیايي خدمتونه، نغدي مرستې، غیرخوراکي توکي، رواني ـ ټولنیز ملاتړ او ګڼ نور خدمات یې وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې ویلي چې د ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز د افغان ښځو پر وړاندې د هغو پراخو محدودیتونو یوه برخه ده چې د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون په برخو کې لګېدلي دي.

هغې ویلي چې د دغو ټولو محدودیتونو پایلې یوازې پر افرادو په افغانستان کې نه، بلکې پر کورنیو، ټولنو او د دغه هېواد پر اقتصادي پرمختګ هم اغېز کوي.

سوزان فرګوسن ویلي:« د افغان ښځینه کارکوونکو له حضور پرته، ملګري ملتونه نه شي کولای ښځو او نجونو ته داسې مرستې وړاندې کړي چې د هغوی له کلتور او شرایطو سره سمون ولري. په افغانستان کې مرستې باید د ښځو له خوا او د ښځو لپاره وړاندې شي. د افغان ښځینه کارکوونکو بشپړ، برابر او له خنډ پرته ګډون د ملګرو ملتونو د ماموریت د ترسره کولو لپاره اړین دی.»

هغې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې «سمدستي افغان ښځینه کارکوونکو، په ځانګړي ډول هغو ښځو ته چې د ملګرو ملتونو، د هغې د شریکانو او نورو نادولتي مؤسسو لپاره کار کوي، په ساحوي فعالیتونو، دفترونو او نورو کاري ځایونو کې د بې‌محدودیته حضور اجازه ورکړي.»

طالبانو د تېر میلادي کال د سپټمبر په اوومه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او هغوی یې دغو دفترونو ته له ننوتلو منع کړې.

ملګرو ملتونو له هغه وخت راهیسې څو ځله د دغه بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته