خلیل رحمان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د نوي رییس په توګه دنده پیل کړه

Oplus_131072

د بنګله‌دېش سیاستوال خلیل رحمان د «باور بېرته راګرځولو» تر شعار لاندې په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې دورې مشري په غاړه واخیسته.

ښاغلي رحمان د سې‌شنبې په ورځ، د وږی په ۱۷مه، د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د عمومي اسمبلۍ سمبولیکه څټکۍ د تېرې دورې له مشرې، انالېنا بربوک، څخه واخیسته.

خلیل رحمان د دندې د ترلاسه کولو پر مهال په نړۍ کې روانو جګړو، بشري بحرانونو او د اقلیمي بدلونونو د زیاتېدو په اشاره، د «ملګرو ملتونو د اصلاح او نوي کېدو» پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل: «موږ باید ملګري ملتونه د راتلونکي لپاره چمتو کړو. موږ په داسې شرایطو کې یو چې له بې‌باورۍ سره مخ یو. اوس نور ۱۹۴۵ کال نه دی؛ دا د عمومي اسمبلۍ ۸۱مه دوره ده. نړۍ بدله شوې ده. ملګري ملتونه هم باید بدل شي او زه به په دې بهیر کې مرسته وکړم.»

هغه د دې دورې لپاره «د باور بېرته راګرځول او د بدلون مدیریت» شعار ټاکلی او ویلي یې دي چې د سولې ټینګښت او د شخړو د پای ته رسولو، د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ د موخو د پلي کېدو د چټکتیا، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ، د مصنوعي ځیرکتیا د مدیریت او د ملګرو ملتونو د جوړښت د اصلاح لپاره به هڅې وکړي.

انالېنا بربوک، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې دورې مشره وه، د خپلې دورې په وروستۍ غونډه کې د خلیل رحمان د دندې د سپارلو پر مهال وویل چې اوس تر بل هر وخت د ملګرو ملتونو شتون «مهم او اړین» دی.

بربوک وویل چې د ملګرو ملتونو په فعالیتونو کې نیمګړتیاوې شته، خو داسې هېڅ هېواد نشته چې له ملګرو ملتونو پرته به یې وضعیت ښه وي.

هغې زیاته کړه: «په داسې نړۍ کې چې له کرکې ډک مطالب شپږ برابره ډېر پام او کلیکونه ترلاسه کوي، د ملګرو ملتونو مثبتې لاسته‌راوړنې په اسانۍ له پامه غورځول کېږي او دا د دې سازمان له مهمو ننګونو څخه یوه ده.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د څو اړخیز نظام پر وړاندې د باور پر بېرته راګرځولو ټینګار وکړ.

هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې دورې په وروستۍ غونډه کې وویل چې په اوسني پړاو کې، چې «شخړې، نابرابرۍ او بې‌عدالتۍ د زیاتېدو په حال کې دي، بې‌ساري تودوخه نوي ریکارډونه ثبتوي، مصنوعي ځیرکتیا نوې ننګونې رامنځته کوي او مالي واټنونه لا هم پر خپل ځای دي»، د ملګرو ملتونو د شتون اړتیا لا څرګنده شوې ده.

ګوټرش زیاته کړه چې «په څو اړخیز نظام کې د باور بېرته راګرځول هغه پرېکنده ننګونه ده چې د عملي کولو لپاره یې باید د ملګرو ملتونو له لارې د عمومي اسمبلۍ له نوي رییس سره ګډ کار وکړو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته