پاکستان ایران ته خبرداری ورکړ: حوثیان مهار کړئ

Oplus_131072

په داسې حال کې چې د یمن حوثیانو له خوا پر سعودي عربستان بریدونه زیات شوي، پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی چې په یمن کې خپل حوثي متحدان مهار کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان ایران ته د سعودي عربستان د خبرداري پیغام رسولی دی.

سعودي، پاکستاني او ایراني سرچینو ویلي چې دا اقدام د یوې همغږې هڅې په توګه ترسره شوی، څو د کړکېچ د لا زیاتېدو او له کنټروله د وتلو مخه ونیول شي.

رویټرز لیکلي چې ایران ته د پاکستان خبرداری د پام وړ اهمیت لري؛ ځکه پاکستان له سعودي عربستان او ترکیې سره دفاعي تړون لري.

که څه هم پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د پاکستان هر ډول پوځي رول به یوازې د سعودي عربستان د خاورې تر دفاع پورې محدود وي، خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې د سعودي خاورې ته غځېدلي بریدونه ښايي د ریاض، انقرې او اسلام‌اباد ګډ امنیتي میکانیزم فعال کړي.

اصف د پاکستان په ټلوېزیون کې ویلي: «پر یوه هېواد تېری به پر ټولو دریو هېوادونو د تېري په توګه ګڼل کېږي.»

هغه زیاته کړې: «په دې اړه هېڅ ډول ابهام یا شک نشته… بې له مخکیني تحریک څخه تېری، یا د جګړې سعودي عربستان ته غځېدل، په څرګنده توګه به د دې تړون د فعالېدو لامل شي.»

د پاکستان دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او پوځ د رویټرز د نظر غوښتنې ته په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان مداخله، چې له کلونو راهیسې یې هڅه کړې له سعودي عربستان او ایران سره متوازن اړیکې وساتي، د حوثیانو د بریدونو جديت په ډاګه کوي.

سرچینو ویلي چې تهران ته پیغام روښانه دی: حوثیان مهار کړئ، یا دا خطر ومنئ چې یو نیابتي کړکېچ په سیمه کې په پراخ امنیتي بحران بدل شي.

یوه لوړپوړي سیمه‌ییز دیپلومات رویټرز ته ویلي چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایران ته دا پیغام رسولی او له تهران څخه یې غوښتي چې له خپل نفوذ څخه په استفادې پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره اقدام وکړي.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي تایید کړې چې پاکستان د سې شنبې په ورځ دا پیغام تهران ته رسولی، خو د تهران ځواب دا و چې «ایران پر حوثیانو کنټرول نه لري.»

خو دوو ایراني سرچینو ویلي چې تهران تېره اوونۍ حوثیانو ته امر کړی و چې پر سعودي عربستان بریدونه وکړي.

د دغو سرچینو په وینا، تهران د لا ډېرو مالي سرچینو او وسلو د برابرولو ژمنه هم کړې وه او د سپاه پاسداران څو قوماندانان د بریدونو د همغږۍ لپاره یمن ته تللي وو.

دغه سیمه‌ییز دیپلومات ویلي چې اسلام‌اباد هڅه کوي حوثیان تر هغه مخکې مهار کړي چې د جګړې د زیاتېدو وضعیت داسې پړاو ته ورسېږي چې ریاض له پاکستان څخه وغواړي د سعودي عربستان په دفاع کې لا فعال رول ولوبوي.

دغه دیپلومات رویټرز ته ویلي: «پاکستان له سعودي عربستان سره تړون لري، خو هیله لرم وضعیت داسې پړاو ته ونه رسېږي چې پاکستان په عملي توګه مداخلې ته اړ شي. اوس مهال پاکستان به دیپلوماتیکه حل‌لاره تعقیب کړي.»

یوه پاکستاني سرچینې ویلي چې سعودي چارواکو په ریاض کې د پاکستان او ترکیې له لوړپوړو پوځي استازو سره لیدلي، څو د خپل غبرګون په اړه همغږي وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې درې واړو هېوادونو هوکړه کړې چې خپل ځواکونه به یمن ته نه لېږي او هر ډول پوځي غبرګون به د سعودي عربستان له خاورې پیل کېږي.

یوه بله پاکستاني سرچینه ویلي چې تر اوسه په غچ‌اخیستونکو بریدونو کې د ګډون لپاره هېڅ پرېکړه نه ده شوې. هغې ټینګار کړی چې له ریاض سره د پاکستان پوځي تړون دفاعي بڼه لري او یوازې د سعودي عربستان د خاورې ساتنې ته محدود دی.

د سرچینې په وینا، پاکستاني ځواکونه کولای شي د سعودي عربستان په خاوره کې پوځي، تخنیکي، ځمکنی یا هوايي ملاتړ وړاندې کړي، خو د نورو هېوادونو په خاوره کې په جنګي عملیاتو کې به برخه نه اخلي.

دغه سیمه‌ییز دیپلومات ویلي چې د ایران او حوثیانو فشارونه ښايي د تهران له هدف سره برعکس پایله ولري.

حوثیانو د سې شنبې په ورځ په خمیس مشیط کې پر یوه هوايي اډه او د شاوخوا ښارونو پر نفتي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې له امله یې ۷۳ کسان ټپیان شول.

دا برید په فبرورۍ کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې پر سعودي عربستان یو له تر ټولو لویو بریدونو څخه و.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د چهارشنبې په ورځ وویل چې سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د یمن په بېلابېلو سیمو ۵۴ هوايي بریدونه کړي دي. هغه زیاته کړه چې دا بریدونه «بې ځوابه او بې سزا» پاتې نه شي.

دا مخ پر زیاتېدو جګړه، چې د نړۍ د تېلو د عرضې لپاره د ګواښ په توګه د جګړې دویمه جبهه بلل کېږي، په داسې وخت کې روانه ده چې د ایران او امریکا ترمنځ متقابل بریدونه هم په خلیج فارس کې دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته