اروپايي ټولنې او فائو په افغانستان کې د کروندګرو د ملاتړ لپاره پنځه میلیونه یورويي پروژه پیل کړه

photo: @EUinAfghanistan / X

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) په افغانستان کې د کروندګرو او کرنیزو کاروبارونو د ملاتړ لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت د یوې نوې پروژې د پیل خبر ورکړی دی.

دواړو ادارو نن، یکشنبه د وږي په ۲۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پروژه به له زیان‌منو کورنیو، په ځانګړي ډول له راستنېدونکو کډوالو، داخلي بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو سره په هغو ولسوالیو کې مرسته وکړي چې له خوړو او تغذیې ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي.

د اعلامیې له مخې، په دې پروژه کې به د مشورې مرکزونه جوړ شي چې کروندګرو ته به د اقلیمي وضعیت د تحلیلونو او د وختي خبرداریو معلومات وړاندې کوي. په دې توګه به کروندګر وکولای شي د شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړي.

د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، په دې پروژه کې به دوه زره هکټاره ویجاړې شوې ځنګلونه او څړځایونه هم بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو تر مدیریت لاندې به له ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو څخه ملاتړ وشي.

د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې فعالو شرکتونو او له چاپېریال سره د سازګارو کاروبارونو لپاره د شرایطو له مخې بلاعوضه مرستې هم د دې پروژې یوه برخه ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي سرپرست نیکولا بلومو ویلي: «له فائو سره د اروپايي ټولنې مرسته د افغانستان د خلکو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته زموږ د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي. د افغانستان د کرنې ظرفیت لا هم تر خپل واقعي حد کم کارول شوی او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د دغه هېواد شدید زیان‌من حالت هم د دې ظرفیت د ګټې اخیستنې پر وړاندې خنډ دی.»

په افغانستان کې د فائو استازي ریچارډ ترنچارډ ویلي: «په داسې حال کې چې موږ له ډېرو بشري مرستو څخه د لا دوامدارو تګلارو پر لور حرکت کوو، د افغانستان د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې کاروبارونو، حتا په خورا ستونزمن چاپېریال کې، د ودې، د دندو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د کروندګرو د نښلولو واقعي وړتیا ښودلې ده.»

هغه زیاته کړې چې اروپايي ټولنه او فائو له کرنیزو کاروبارونو سره مرسته کوي، څو پانګونه وکړي او پراختیا ومومي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي: «کله چې کروندګر وکولای شي په ډاډه زړه تولید وکړي، کاروبارونه وده وکړي او محصولات بازارونو ته ورسېږي، نو کرنه د بیا رغونې او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت لپاره په یوه پیاوړي محرک بدلېږي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته