ملګري ملتونه: د کوکنارو د بدیل په توګه زعفران او ګلاب ترویجوو

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه زعفران او ګلاب ترویجوي.

دغه سازمان نن، دوشنبه د وږي په ۲۳مه، په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا پروګرام اوس مهال د ایټالیا د حکومت په مالي ملاتړ په ننګرهار او هرات ولایتونو کې عملي کېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي، د دغو ولایتونو د بزګرانو ترمنځ د کوکنارو د بدیل په توګه د ګلابو او زعفرانو کرکېله او پروسس ترویجېږي.

همدارنګه، بزګرانو ته د کرنې او مالدارۍ اړوند مهارتونه، لکه د وړیو اوبدل، د ورېښمو تولید اوبدل او د سبزیجاتو پروسس، هم ور زده کېږي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د نشه‌يي توکو، په ځانګړي ډول د کوکنارو چې تریاک ترې تولیدېږي، کښت، تولید او قاچاق منع وو؛ خو د دولت له کنټرول څخه بهر سیمو او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دغه فعالیتونه دوام درلودل.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې، افغانستان ته له بیا واکمنېدو وروسته، اعلان وکړ چې د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق منع دي.

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو دغه فرمان په افغانستان کې د کوکنارو کښت تر ۹۵ سلنې پورې کم کړی دی؛ خو د بزګرانو لپاره د بدیلو عایداتي سرچینو نشتوالی او د نشه‌يي توکو د پلورونکو لپاره د دغو توکو لوړه ګټه لا هم د نشه‌يي توکو د کروندو د بشپړ له منځه وړلو پر وړاندې خنډونه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته