د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې یو پنځه کلن ماشوم برمې ته له لوېدو وروسته مړ شوی دی.
د زابل امنیه قوماندانۍ نن (سېشنبه، ۲۴ وږی) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ماشوم تېره ورځ برمې ته لوېدلی و او تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې له برمې راایستل شوی، خو هغه مهال یې ژوند له لاسه ورکړی و.
په ورته وخت کې د هلمند امنیتي مسوولانو ویلي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هم یو درې کلن ماشوم برمې ته لوېدلی و، خو د ژغورنې ډلې هغه ژوندی راایستلی دی.
د سیمې اوسېدونکي د سرلوڅو برمو او ناامنه څاګانو په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو غواړي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د برمو او څاګانو سرونه وتړي او خوندي یې کړي.
په وروستیو کې په ځینو لوېدیځو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي او مسوولانو په څو ځلي له خلکو غوښتي چې دا دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره د ژورو څاګانو او برمو سرونه پټ وساتي.
