خوست کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله د ۳ ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ لپاره طالب ویاند، طاهر احرار ویلي، چې دا چاودنه نن (سه شنبه، ۲۴ د سنبلې) د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند «دولتي نمرو» سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا چې په پېښه یو ۱۵ کلن هلک وژل شوی او دوه نورې نجونې ټپيانې شوې دي.
نوموړی زیاتوي د پېښې قربانیان یې د درملنې په موخه روغتون لېږدولي، چې له ډاکترانو یې له ډلې د یوې ماشومې روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې لا هم له جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي پکې شته، چې کله نا کله د هېوادوالو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومنو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
