کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یې د یوې ازازې داوطلبۍ له لارې د ۱۵۴ مېلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورل شوې.
د کونړ د کانونو او پټرولیم طالب رییس محمد شېرین حقاني وايي، دا ډبرې نن (سه شنبه ۲۵ د وږي) د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په ځانګړي مارکېټ کې پلورل شوي.
محمد شېرین حقاني د دغو ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د وزن په اړه معلومات نه دي ورکړي؛ خو زیاتوي چې د دغو ډبرو د پیسو له درکه ۱۵مېلیونه افغانۍ عواید د طالبانو حکومت خزانې ته جمع شوې دي.
د حقاني په خبره، په دغو ډبرو کې چې د کونړ ولایت له بېلابېلو کانونو کیندل شوې وې، پکې بیروج، کونزایټ، بلور او مارګنیټ شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په دې داوطلبۍ کې کورنیو سوداګرو سربېره بهرنیو سوداګرو هم برخه اخېستې وه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دوه اوونۍ وړاندې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د ۱۲۲ مېلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوې وې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو پلور او د دغو ډبرو د استخراج چارې چټکې کړي او باور دا دی، چې پر هېواد واکمنه ډله د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پلور له درکه تر یو بریده د خپل رژیم مالي لګښتونه تمویلوي.
