۴۲ هېوادونو او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض او د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپنه پای ته ورسوي.
دغه اعلامیه چې د فرانسې له خوا چمتو شوې، د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې سره هممهاله وړاندې شوه.
په اعلامیه کې ۴۲ هېوادونو او اروپايي ټولنې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي تبعیض» او «د ښځو او نجونو سیستماتیکه ځپنه» بللې او غندلي دي.
دغو هېوادونو له افغان ښځو او نجونو سره خپله «بشپړه همبستګي» څرګنده کړې او ویلي یې دي: «موږ د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض او سیستماتیکې او دوامدارې ځپنې هغه کړنې په تر ټولو سخته توګه غندو.»
د اعلامیې لاسلیک کوونکو له طالبانو غوښتي چې «د جنسیت پر بنسټ د بېلتون سیاست باید پای ته ورسېږي.»
دغو هېوادونو ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي ټول محدودیتونه لغوه کړي او د بشري حقونو هر ډول سرغړونې پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شوې وه.
د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت، د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو ګواښونه، او د هزارهوو او شیعهګانو وضعیت د هغو مهمو موضوعاتو له ډلې وو چې د ویناوالو له خوا پرې بحث وشو.
د بېلابېلو هېوادونو استازو د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه جنسیتي تبعیض بللي او د دې وضعیت د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان ویلي چې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» دی او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
