کونړ او نورستان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي چې په دغو ولایتونو کې د ورښتونو، ږلۍ ورښتونو ورېدو او سیلابونو را وتلو له امله ځایي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه رسېدلي.
کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوې سرچینې ویلي، چې (چهارشنبه ۲۵ د وږي) د کونړ په مرکز اسعداباد، څوکۍ، نرنګ، خاص کونړ او چپې درې ولسوالۍ کې سیلابونو دوه کوچني ماشومان مړه شوي، چې د یوه جسد موندل شوی او د بل د موندلو هڅې روانې دي.
سرچینه زیاتوي، د دغو سیلابونو له امله په دغه ولایت کې ۳۲ څاروي تلف، دوه جوماتونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، کرنیز کانالونه، دوه ژرندې او سړکونه زیانمن شوي دي.
بل پلو د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم تېره (پنجشنبه ۲۶ د وږي) مازیګر ناوخته سخته ږلۍ او بارانونه ورېدلي، چې له امله یې د تازه مېوو بڼونه، په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ولاړ فصلونه زیانمن شوي دي.
تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دغه ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د ورښتونو او ږلۍ له امله د اوښتو مالي زیانونو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پلازمېنې کابل ته څېرمه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هم د ورښتونو او ږلۍ ورېدو له امله د انارو بڼونه زیانمن او بڼوالو ته یې درانه مالي زیانونه رسولي وو.
