د کنړ او پکتیکا پر سر د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه

Oplus_131072

د طالبانو ځايي چارواکو له ځینو کورنیو رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې ده چې پاکستان نن سهار وختي (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) د کنړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

په کنړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب‌الله حنیف طلوع‌نیوز ته ویلي چې د پاکستان پوځ د سهار شاوخوا ۳:۰۰ بجې د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه کې هوايي برید کړی دی.

هغه زیاته کړې چې په دې برید کې یو کور په نښه شوی، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

دغه رسنۍ د ځايي سرچینو له قوله لیکلي چې د سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې په پکتیکا ولایت کې هم هوايي برید شوی دی.

د سرچینو په وینا، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په «رخه» او «تورکندي» سیمو کې یو تش کور او یو دوکان په نښه شوي دي.

تر اوسه له دغو دوو هوايي بریدونو څخه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو راپورونه خپاره شوي وو.

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ ځايي سرچینو ویلي وو چې طالبان او پاکستاني پوځیان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «سپینې شګې» په سیمه کې له یو بل سره ښکېل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته