د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان هوايي بریدونه پر کونړ او پکتیکا «جنایت او تېری» بللي او غندلي یې دي.
مجاهد نن په ایکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «موږ دا تېری او ظلم غندو او دا د پاکستان د جنایتونو دوام ګڼو.»
هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځیان دا ډول بریدونه د دې لپاره کوي چې د خپلو امنیتي ناکامیو څخه پام بل لوري ته واړوي.
مجاهد ویلي چې طالبان به دغو بریدونو ته «مناسب ځواب» ورکړي.
د طالبانو ویاند ویلي چې هغه بریدونه چې د پاکستان جنګي الوتکو نن سهار (دوشنبه، ۳۰ د وږي) د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر سیمو کړي، درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په وینا، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په پتن سیمه کې یو کور په نښه شوی چې له امله یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
خو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په رخه او تورکنډۍ سیمو کې هوايي برید یو دوکان او یو تش کور په نښه کړي چې د ځاني زیان سبب نه دی شوی.
تر اوسه د پاکستان چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
