خوست کې دوه ځوانان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي

خوست کې د ځوانانو د ځان‌وژنې زیاتېدونکو پېښو اندېښنې راپارولي. photo: Social Media

د خوست ولایت په مرکز کې د یوه ځوان د ځان وژنې او د یوه بل ځوان د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ځايي سرچینې وايي، د خوست مرکز اړوند د «طویشي نوي پله» په سیمه کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده.

د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړي عبدالمنان اطلاعات روز ته ویلي، چې دغه ځوان فیض الله نومېده او تېره ورځ (یکشنبه،٢٩ د وږي) ناوخته خاورو ته سپارل شوی دی.

د هغه په وینا، فیض الله یې وراره و او شاوخوا ۲۴ کاله عمر یې درلود.

نوموړي د فیض الله د ځان وژنې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې، یوې بلې سرچینې اطلاعات روز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې تېره ورځ د خوست مرکز متون اړوند د «ماني» کلي کې یو بل ځوان د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، دغه ځوان عثمان نومېده او شاوخوا ۳۵ کاله عمر یې درلود.

سرچینه وايي، تر اوسه د عثمان د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.

په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې د ځان‌وژنې پېښې د هېواد د بل هر ولایت پرتله زیاتې شوې، چې عام وګړي يې بې‌وزلي، بې‌کاري او د طالبانو فشارونه د دغو پېښو له لویو لاملونو بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته