پر کونړ او پکتیکا بریدونه؛ طالبانو په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړ

Photo: Hafiz Zia Ahmad

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړی او د «افغانستان د هوايي حریم د نقض او د پاکستان د پوځ له خوا په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو او تاسیساتو د هوايي بریدونو» په اړه یې خپل اعتراضي لیک هغه ته سپارلی دی.

دغه وزارت نن ماښام (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان دغه بریدونه «د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض» بولي او په کلکه یې غندي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه ډله هغه ادعاوې هم په کلکه ردوي چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

دغه وزارت ویلي چې طالبان په دې باور دي چې «د دغو بې‌اساسه ادعاوو مطرح کول او پر بنسټ یې د پوځي اقداماتو توجیه کول، د حقایقو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان باید د نورو هېوادونو له ملامتولو او خپلې کورنۍ ستونزې له بهرنیو عواملو سره له تړلو پر ځای، د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د واقعي لاملونو پر موندلو او د هغو پر حل تمرکز وکړي.

پاکستان نن سهار په افغانستان کې د کونړ او پکتیکا ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې.

طالبانو ویلي چې په دغو بریدونو کې «ملکي سیمې» په نښه شوې دي او درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه ډله به دغو بریدونو ته «مناسب ځواب» ورکړي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې دغه هېواد د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د اړوندو ډلو «اډې او پټنځایونه» په نښه کړي او په دغو بریدونو کې ۲۸ «ترهګر»، چې یو شمېر ځانمرګي بریدګر هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

پاکستان دغه بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د کوهاټ ولسوالۍ پر پولیس کمپلکس له برید وروسته ترسره کړي دي. د دغه برید مسؤلیت «اتحادالمجاهدین» ډلې، چې مشري یې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی قوماندان حافظ ګل بهادر کوي، پر غاړه اخیستی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته