ملاني ورویر، د ښځو په چارو کې د امریکا پخوانۍ سفیره، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه د نیوکې ترڅنګ وايي چې هېڅ ډول تعامل باید د دې ډلې د عادي کېدو او په رسمیت پېژندلو لامل نه شي.
ورویر د «په افغانستان کې ښځې، سوله، عدالت او ملي مصالحه» تر عنوان لاندې په یوه غونډه کې چې دوشنبه (۳۰ د وږي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه، خبرې کړې دي.
هغې وویل چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې ناسم چلند کوي او د طالبانو او افغان ولس ترمنځ توپیر نه کوي.
د امریکا پخوانۍ سفیرې وویل چې له طالبانو سره تعامل له افغان ولس او مدني ټولنو څخه د ملاتړ په معنا نه دی.
هغې وویل: «له طالبانو سره هر ډول تعامل باید داسې وي چې د دې ډلې د عادي کېدو او په پای کې د طالبانو او هغه څه چې دوی یې استازیتوب کوي، د رسمیت پېژندلو لامل نه شي.»
ورویر د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو او د نړیوالو مرستو پر بندېدو هم نیوکه وکړه. هغې وویل چې په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشري ناورین، لوږې او اقلیمي ستونزو سره مخ دی، نړیواله ټولنه «واقعي ستونزو او دې ته چې څوک باید د دغو ستونزو د حل لپاره پرېکړه وکړي، کافي پام نه کوي.»
هغې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د سیستماتیک ځپلو او د افغانستان د نیمايي وګړو د حذف د عادي کېدو لامل نه شي.
د ښځو په چارو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې وویل: «نن په افغانستان کې د ښځو وضعیت د نړۍ له هر بل ځای څخه خراب دی.» هغې ادعا وکړه چې د طالبانو په جزايي قوانینو کې د حیواناتو د ځورولو لپاره د ښځو د زیانمنولو په پرتله درنې سزاوې ټاکل شوې دي.
ورویر زیاته کړه چې ښځې له زدهکړو، کار، په عامه ځایونو کې له حضور، په عامه پارکونو کې له ګرځېدو او ان له دې چې له کوره بهر خبرې وکړي، منع شوې دي. هغې وویل چې د اندېښنې وړ ده چې اروپايي ټولنه له طالبانو سره لیدنې کوي او حتا یوه هېواد په افغانستان کې خپلې دوه استازولۍ دې ډلې ته سپارلې دي.
هغې وویل: «زما د خپل حکومت ځینې چارواکي هم ادعا کوي چې په افغانستان کې اوس وضعیت ډېر ښه دی او د افغان کډوالو د نه ستنولو لپاره هېڅ دلیل نشته. دا ستونزه رښتیا هم جدي ده.»
ورویر ملګري ملتونه هم تورن کړل چې د «موزاییک بهیر» په نوم د یوې پروسې یا د دوحې د خبرو له لارې، پرته له دې چې د افغانستان یوه ښځه هم په کې حضور ولري، له طالبانو سره خبرې کوي او نړیواله ټولنه هم له دې بهیر سره یوځای شوې ده.
ملاني ورویر وویل، کله چې هغې په دې اړه د ملګرو ملتونو له یوه چارواکي د وضاحت غوښتنه وکړه، ورته ویل شوي چې «ښه، هغوی د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه بحث کاوه.»
ورویر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر دې ډول چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه سازمان «داسې چلند کوي لکه دا موضوعات چې پر ښځو اغېز نه لري او یا باید د دغو پرېکړو پر مهال د ښځو غږ واورېدل نه شي.»
هغې خبرداری ورکړ چې د افغان ښځو په اړه د موجود واقعیت له پامه غورځول او د دغو موضوعاتو مرکزي اهمیت ته نه پاملرنه، پر هغو پایلو چې نړیواله ټولنه یې شاهد ده، «ډېر جدي اغېز» کوي.
ورویر د ملګرو ملتونو له لوري د طالبانو د «دوفاکتو چارواکو» له نوم څخه «اړوندو چارواکو» ته د نوم بدلول هم بېمعنا وبلل او ویې ویل چې دا ډول دیپلوماتیکې اصطلاحات، پرته له دې چې اساسي اصول؛ لکه په پرېکړو کې د ښځو حضور او د طالبانو د عادي کېدو مخنیوی، رعایت شي، یوازې د معاملې پر بنسټ د خبرو اترو ښکارندويي کوي.
