د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یو تن مړ شوی او د یوې کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولینو ویلي، چې دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۳۰ د وږي) د کامې ولسوالۍ شېرګړ قریې اړوند «کوزه بانډې» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، د خونې چت چې د تېرو زلزلو له امله زیانمن شوی و، ناڅاپه راپرېوتی دی.
مسوولین وایي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په خوږګیاڼو ولسوالۍ کې هم د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ نهه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
