د یمن حوثیانو ویلي چې د سعودي عربستان په یوه هوايي برید کې، چې د یمن په شمال لوېدیځ کې پر یوه زندان شوی، نهه بندیان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حوثیانو یوه چارواکي عبدالقادر مرتضی د سهشنبې په ورځ د دې ډلې اړوند «صبا» خبري اژانس ته ویلي چې دغه برید تېره شپه د الجوف ولایت په حزم سیمه کې شوی دی.
نوموړي ویلي، نهه بندیان چې د وروستیو پېښو په تړاو نیول شوي وو، هغه مهال ووژل شول چې د حزم په سیمه کې د دوی پر زندان برید وشو.
د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتې څو اوونۍ وړاندې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د صنعا پر هوايي ډګر هوايي برید وشو. د راپورونو له مخې، دغه برید د یوه ایراني الوتکې د مخنیوي لپاره شوی و.
د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن حکومت د دغه برید مسوولیت منلی و، خو حوثیانو بیا سعودي عربستان د برید عامل بللی و.
حوثیانو پر سعودي عربستان د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو ترڅنګ، د یمن د حکومت پر ځواکونو پراخ ځمکني عملیات هم پیل کړي دي. د راپورونو له مخې، دغې ډلې د سره سمندر ټول ساحلي سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.
په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان له خوا د حوثیانو پر مواضعو هوايي بریدونه دوام لري او حوثیان هم پر سعودي عربستان د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کوي.
سعودي عربستان له خپلو متحدانو، په ځانګړي ډول له امریکا، د حوثیانو پر وړاندې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو تر اوسه دغه همکاري په عملي توګه نه ده شوې.
په ورته وخت کې، د جګړې د پراخېدو او په منځني ختیځ کې د انرژۍ د نړیوالې عرضې د بهیر د لا ګډوډېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
