د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په تخار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) د شپې شاوخوا ۲:۰۰ بجې د کلفګان ولسوالۍ د «ګزستان» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دولتي باختر خبري اژانس د امنیې قوماندانۍ له قوله لیکلي چې په دې پېښه کې یو د «هینو» ډوله باروړونکی موټر، چې پسونه یې لېږدول، له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
د پېښې په پایله کې اته کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د درملنې لپاره د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې موټر د له سړکه د اوښتو او چپه کېدو لامل نه دی معلوم شوی.
