د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې د ایران او امریکا ترمنځ جګړې ته په اشارې وویل: «موږ ثابته کړه چې د خپل ځان د دفاع لپاره له جګړې نه وېرېږو او د سولې لپاره له خبرو اترو نه تېښته کوو.»
د ایران ولسمشر خپله وینا د امریکا د بریدونو له امله د میناب پر نجونو ښوونځي او د لامرد پر لوبغالي د وژل شویو کسانو د انځورونو په ښودلو پیل کړه. هغه وویل: «موږ خبرو اترو ته چمتو یو، خو باید پوه شي چې د زور ژبه به ونه منو.»
پزشکیان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرونیو څرګندونو په اړه وویل: «هغه باید پوه شي چې ګواښونه زموږ ملت لا ډېر متحد او پیاوړی کوي او د ایرانیانو مقاومت زیاتوي. هغه باید پوه شي چې د ایران ملت به د زور پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او یرغلګر به پښېمانه کړي.»
د ایران ولسمشر په خپله وینا کې د دغه هېواد اټومي موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ اټومي انرژي د پرمختګ لپاره غواړو.»
هغه زیاته کړه: «ایران نه مني چې اټومي پوهه د څو هېوادونو په انحصار کې وي. ایران اټومي وسلې د امنیت وسیله نه بولي، خو د علم، صنعت او سولهییزې انرژۍ په برخه کې له خپل حق څخه هم نه تېرېږي.»
پزشکیان وویل چې د ایران اټومي موضوع د جګړې په ډګر کې نه شي حل کېدای او حللاره یې «داسې هوکړه ده چې نړۍ ته د ایران د اټومي پروګرام د سولهییزوالي په اړه باوري ډاډ ورکړي او د ایران ملت ته د خپلو حقونو د خوندي پاتې کېدو ډاډ ورکړي.»
پزشکیان له هغه څه نیوکه وکړه چې د ده په وینا، له ایران او اسرائیل سره د نړۍ دوهګونی چلند دی. هغه وویل: «بم په اسرائیل کې دی، خو پلټونکي په ایران کې حضور لري؛ اسرائیل وژنې کوي، خو ایران بندیزلګېدلی دی. دا یوه تراژیدي ده؛ هغه وژنې کوي او موږ بندیزلګېدلي یو.»
هغه زیاته کړه: «که د عدالت په لټه کې یو، باید دوست او سیال په یوه معیار و ارزول شي. بشري حقونه د جیوپولیټیکې سیالۍ وسیله نه ده. ایران ځانګړی امتیاز نه غواړي؛ ایران مساوي حقونه غواړي او د هغو مسؤلیت هم مني.»
پزشکیان د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې وویل: «په دې سیمه کې هېڅوک به په یوازې ځان امنیت ونه لري. یا به امنیت په ګډه جوړوو او یا به ناامني په ګډه زغمو.»
پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خپلې وینا یوه لویه برخه له ایران سره جګړې ته ځانګړې کړه او ویې ویل چې که هوکړه ونه شي، ایران به له منځه یوسي.
ټرمپ په ورته وخت کې وویل چې دی باور لري، د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته به له ایران سره هوکړې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې، د ایران او امریکا چارواکو نن تایید کړه چې د قطر په منځګړیتوب یې په نیویارک کې خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل: «دا تعامل د ایران د شرایطو د رسولو په موخه ترسره شو، چې په ټولو جبهو کې د جګړې پای، د امریکا د یرغلګرو اقداماتو درول، سمندري محاصرې او اقتصادي جګړې پای ته رسول، د ایران د شتمنیو ازادول … پکې شامل دي.»
د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف هم وویل چې منځګړو په بریالیتوب سره د خبرو اترو یوه دوره پای ته رسولې ده، چې هیله ده رغنده او د مثبتو پایلو زېری ورکوونکې وي.
د ایران او امریکا ترمنځ جګړه د تېر لمریز کال د کب له نهمې نېټې راهیسې روانه ده او دواړه لوري تر اوسه داسې هوکړې ته نه دي رسېدلي چې جګړه پای ته ورسوي.
