۳۹ کلن احمد صبور، چې د افغانستان د تېر حکومت پر مهال یې کلونه په پوځ کې دنده ترسره کړې وه، د ایراني سرحدي ځواکونو د وهلو ټکولو له امله د رامنځته شویو ټپونو له کبله مړ شوی دی.
احمد صبور، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ایران په پوله کې سخت وهل شوی و، نن پنجشنبه، د میزان په ۱۶مه، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د احمد صبور خپلوانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې نوموړی د فاریاب ولایت د پښتونکوت ولسوالۍ اوسېدونکی و. هغه واده کړی و او دوه ماشومان یې لرل.
احمد صبور په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پوځي فعالیتونو لاس واخیست او د امنیتي اندېښنو او له طالبانو د وېرې له امله ایران ته ولاړ. خو ایران تېر کال هغه په جبري ډول له خپلې خاورې وایست.
د بېکارۍ او د پخوانیو پوځیانو د سختو شرایطو له امله، احمد صبور شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یو ځل بیا هڅه وکړه چې ایران ته ولاړ شي، څو د طالبانو له غچ اخیستنې ځان وژغوري، کار پیدا کړي او د خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي.
ښاغلی صبور ایران ته د ننوتلو پر مهال د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري ونیول شو. نوموړی د ایراني سرحدي ځواکونو په توقیف کې سخت وهل شوی و او پښې یې تر ډېره زیانمنې شوې وې.
له دې پېښې وروسته، یو شمېر هېوادوالو د درملنې لپاره صبور لومړی په نیمروز کې یوه روغتون ته انتقال کړ. هغه په نیمروز کې تر لومړنیو طبي پاملرنو وروسته د لا زیاتو درملنې لپاره لومړی میمنې او بیا مزارشریف ته انتقال شو.
خو سرچینې وايي چې د هغه روغتیايي وضعیت ښه نه شو او صبور نن د مزارشریف په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
احمد صبور د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه. هغه د خپلې پوځي دندې پر مهال د امریکا له لوري د پوځي زدهکړو لپاره اردن ته هم استول شوی و.
