نصیراحمد فایق: نړیواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

Photo: UN

د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د اقداماتو په اړه له یوازې غندنې ور هاخوا ګام واخلي او د دې ډلې پر وړاندې له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې د درېیمې کمېټې په ناسته کې د «بشري حقونو د ترویج او ملاتړ» په اړه په خپله وینا کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو په افغانستان کې د «قصدي سیاستونو، تبعیض او ځپنې» له لارې دغه وضعیت بنسټیز کړی دی.

فایق ویلي چې د افغانستان ښځې او نجونې له جنسیتي اپارتاید سره مخ دي چې هغوی له زده‌کړو، کار، د تګ راتګ له ازادۍ او په عامه ژوند کې له ګډون څخه محروموي.

هغه زیاته کړې چې «د طالبانو ځپونکي سیاستونه نه د اسلام د واقعي لارښوونو څرګندونه کوي او نه هم د افغانستان له کلتوري ارزښتونو سره سمون لري.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي زیاته کړې چې خبریالان او د بشري حقونو مدافعان له ګواښونو او خپلسرو نیونو سره مخ دي. د هغه په وینا، پخواني چارواکي او پخواني امنیتي ځواکونه هم، سره له دې چې طالبانو عمومي عفوې اعلان کړې، لا هم له وژنو، شکنجو او ورکېدو سره مخ دي.

فایق زیاته کړې چې قومي او مذهبي لږکي، له ډلې یې هزاره‌ګان او شیعه ټولنې، له تبعیض، ناامنۍ او جبري بې‌ځایه کېدو سره مخ دي.

د افغانستان د ملګرو ملتونو استازي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له ټولو شته امکاناتو په کار اخیستو طالبان دې ته اړ کړي چې تبعیضي فرمانونه لغوه کړي، شکنجه او غچ اخیستونکي اقدامات پای ته ورسوي او اساسي ازادۍ بېرته اعاده کړي.

فایق د حساب ورکونې د بهیر پر دوام ټینګار کړی او د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او درېیو وزیرانو د نیولو د حکمونو د وروستي علني کولو هرکلی یې کړی دی. هغه له دې محکمې سره د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي هم د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د کافي منابعو د برابرولو او د بشریت پر ضد د جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید د جرم‌ګڼلو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغه ویلي چې له مجازاتو څخه معافیت باید د پرله‌پسې سرغړونو انعام نه وي.

فایق زیاته کړې چې له طالبانو سره تعامل باید عادي حالت ونه ګرځي او دا تعامل باید د بشري حقونو په برخه کې له داسې بدلونونو سره مشروط وي چې د اندازه کولو او خپلواکې ارزونې وړ وي.

د هغه په وینا، دغه تعامل باید د افغانانو په مشرۍ د یوه سیاسي بهیر ملاتړ وکړي چې ښځې، مدني ټولنه، ډیموکراتیک ځواکونه او نور باوري افغان لوري پکې شامل وي او د یوه مشروع، ټول‌شموله او ځواب‌ویونکي حکومت پر لور حرکت وکړي.

فایق زیاته کړې چې له افغانانو څخه باید ونه غوښتل شي چې له طالبانو سره د تعامل په بدل کې له خپلو حقونو تېر شي؛ بلکې هغوی د عدالت، کرامت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د معنا لرونکي غږ مستحق دي.

د افغانستان استازي ویلي چې د طالبانو له لوري د هېواد د خاورې کنټرول دغه ډلې ته مشروعیت یا د افغانستان د راتلونکي د ټاکلو حق نه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته