د هېواد په پنځو شمالي ولایتونو کې د طالبانو والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو مسئولانو امنیتي غونډه وکړه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (شنبه، د میزان ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا غونډه په فاریاب ولایت کې جوړه شوې وه.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو مسئولانو، د ۲۰۹ الفتح قولاردو مرستیال او په شمال زون کې د طالبانو د نظامي محکمو استازو ګډون کړی و.
غونډه د بلخ لپاره د طالبانو والي محمدیوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه.
یوسف وفا، چې د طالبانو په جوړښت کې له ځانګړو واکونو برخمنو والیانو څخه دی، په شمال کې د طالبانو د مسئولانو ترمنځ پر همغږۍ او د معلوماتو پر تبادلې ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، محمدیوسف وفا د «دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د امنیت پر ټینګښت او د مسئولانو ترمنځ د معلوماتو پر تبادلې» ټینګار کړی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې ګډونوالو د «امنیتي وضعیت، جنایي پېښو، د سرحدي ولسوالیو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د دولتي ادارو د اصلاح، د عامه پوهاوي د پروګرامونو او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو» په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.
په شمال کې د طالبانو اداري او نظامي چارواکو پرېکړه کړې، چې په هر ولایت کې د دې ډلې د مسئولانو لپاره «یوه ورځني اصلاحي سیمینارونه» جوړ کړي.
طالبانو همدارنګه پرېکړه کړې، چې د هېواد په شمال کې له ۲۰۰ دیني عالمانو سره مشورتي غونډې جوړې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو طالب چارواکو پرېکړه کړې، چې د لویو لارو په اوږدو او ښارونو کې نظامي پوستې پیاوړې او معیاري کړي.
