ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په جلالاباد ښار کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ ناوخته، یکشنبه د تلې په ۱۹مه، د جلالاباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د «کابل کمپ» په سیمه کې شوې ده.
د حماد په وینا، په دې پېښه کې یوه پرېس ډوله موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله یو ماشوم وهلی، چې د سختو ټپونو له امله یې روغتون ته تر رسېدو مخکې ژوند بایللی دی.
نوموړی زیاتوي، چې دویمه ترافیکي پېښه د جلالاباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د «درونټې» په سیمه کې د ټېلر او سراچې موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې په پایله کې یې دوه کسان سخت ټپیان شوي دي.
د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.
