د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی، چې «که د افغانستان د طالبانو رژیم د هغو ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي چې د دغه هېواد له خاورې فعالیت کوي، په پای کې به یې له پایلو سره مخ شي».
د «جیو نیوز» د راپور له مخې، هغه د اسلاماباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ (آیاېساېسآی) په نړیوال کنفرانس کې، چې «په پاکستان کې د ترهګرۍ بدلېدونکی وضعیت» نومېده، ویلي: «که د افغانستان حکومت د ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي، یوه ورځ به پخپله اړ شي چې له پایلو سره یې مخ شي.»
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، دغه هېواد څو ځله له افغان چارواکو غوښتي چې اجازه ورنه کړي د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.
هغه زیاته کړې: «پاکستان له افغانستانه یوازې یوه غوښتنه لري؛ دا هېواد باید اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې د ترهګرۍ لپاره کار واخیستل شي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دغه هېواد د ترهګرۍ په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې دي، خو د هغه په وینا، طالبانو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته عمل نه دی کړی.
اسحاق ډار خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) او د نورو وسلهوالو ډلو شتون سیمهییزې سولې ته ګواښ پېښوي. هغه د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ترهګرو د وسلو برابرولو او د هغوی د ملاتړ نورو بڼو ته سمدستي پای ورکړي.
ډار ویلي، ترهګري لا هم د سیمې او نړۍ تر ټولو ستره ننګونه ده او زیاته کړې یې ده، چې پاکستان د وسلهوالو پر ضد مبارزه کې درانه زیانونه ګاللي دي.
هغه ویلي: «پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې تر ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي دي» او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغه هېواد تلفات په رسمیت وپېژني.
پاکستاني چارواکي وایي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې، د پولې هاخوا ترهګریز بریدونه، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې، په څرګند ډول زیات شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې په تېرو ۱۲ کلونو کې د وسلهوالو بریدونو تر ټولو لوړه میاشتنی شمېر ثبت کړی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو ۲۲۵ بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې د اګست په میاشت کې د دغو بریدونو شمېر ۱۹۹ و.
دغه شمېرې د بریدونو ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د وسلهوالو بریدونه پرلهپسې درېیمه میاشت هم زیات شوي دي.
پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي، چې پاکستانۍ وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن په یوه پیغام کې ویلي، پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر طالبانو نه اچوي، بلکې د خپلو خلکو نظرونو او حقونو ته دې درناوی وکړي.
هغه ویلي: «د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچول د پاکستاني چارواکو لپاره د هېڅ ستونزې حل نه دی؛ د پاکستان دننه سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ننګونې د اندېښنې وړ دي او د ټولې سیمې لپاره منفي پایلې لري.»
