بقايي: افغانستان ته د ځمکې د سپارلو موضوع «ناسم پوهاوی» و

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د ایران د چابهار په بندر کې د دغه هېواد له خاورې ۱۱۰ هکټاره ځمکه افغانستان ته د پانګونې لپاره سپارل کېږي. هغه ویلي، دا موضوع د ایران د یوه پارلماني استازي د څرګندونو په اړه «څرګند ناسم پوهاوی» و.

بقايي نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) په خپله اوونیزه خبري ناسته کې ویلي: «دا په بشپړه توګه روښانه ده چې د خاورې او ځمکې سپارل په هېڅ ډول ممکن نه دي.»

هغه زیاته کړې، چې افغانستان ته د ځمکې د اجارې موضوع په رسمي ډول نه وه مطرح شوې، بلکې د یوې رسمي ناستې په څنډه کې او افغانستان ته د ایران د یوه وزیر د سفر پر مهال یاده شوې وه. د هغه په وینا، په هغه وخت کې ویل شوي وو چې ایران به دا موضوع وڅېړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې «د خاورې د سپارلو او ورته نورو موضوعاتو په اړه راپورته شوې خبرې او ناندرۍ هېڅ بنسټ نه لري.»

تر دې وړاندې د ایران د پارلمان د تولید د ملاتړ ځانګړي کمېسیون مشر محسن زنګه‌نه ویلي وو، چې د چابهار بندر په ځانګړې اقتصادي سیمه کې افغانستان ته د ۱۱۰ هکټاره ځمکې د ځانګړي کولو په اړه له طالبانو سره لومړنۍ هوکړه شوې ده.

هغه کابل ته تر سفر وروسته له «سحر شبکې» سره په خبرو کې ویلي وو، چې دا هوکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره شوې، څو د ترانزیټ خنډونه لرې، ازادو اوبو ته د افغانستان مستقیم لاسرسی اسانه او د افغان سوداګرو د سوداګریزو فعالیتونو او پانګونې لپاره زمینه برابره شي.

د نوموړي دغو څرګندونو په ایران کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو او ځینو کسانو دا د افغانستان په ګټه د ایران د خاورې د «سپارلو» په معنا بللې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته