کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمن سپینغر وایي، تېره شپه د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ورښتونو، سیلابونو او تندر لوېدو له امله درې تنه ټپیان شوي او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د سپینغر په وینا، دغه پېښې د دوشنبې په شپه (د تلې ۲۰مه) د چپې درې ولسوالۍ په ګړنګل، ګلسلک او دېګل سیمو کې رامنځته شوې دي.
هغه ویلي، سیلابونو نهه موټرې، اووه موټرسایکلونه او ۱۷ هټۍ له ځان سره وړي او یو جومات، د اوړو یوه ژرنده، د برېښنا یو ډاینمو او یو فرعي سړک یې تخریب کړي دي.
ځايي سرچینې وایي، سیلابونو یو شمېر استوګنیز کورونه هم تخریب کړي، خو د زیانمنو کورونو کره شمېر یې نه دی ښودلی. زیانمن شوي کسان له اړوندو ادارو د مرستې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ماښام د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم سیلابونو د کونړ ـ جلالاباد لویه لار شاوخوا یو ساعت تړلې وه او د بازار هټیوالو ته یې مالي زیانونه اړولي وو.
