د بریتانیا یوه سمندري اداره وايي، په هرمز تنګي کې پر دوو بېړیو له برید وروسته هغوی لږ زیانمنې شوې دي. په ورته وخت کې، د ایران سپاه پاسداران ویلي چې یوه بېړۍ له سمندري ماین سره د ټکر له امله زیانمنه شوې ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ویلي چې دواړه بېړۍ د سېشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د «نامعلوم توغندي» په وسیله په نښه شوې دي. په دې سره په همدې ورځ د هرمز په تنګي کې پر بېړیو د بریدونو شمېر څلورو ته ورسېد.
د دې ادارې په وینا، یوه ۵۰ زره ټنه کانټینري بېړۍ او بله ۱۹ زره ټنه بېړۍ په نښه شوې وې، خو له لږ زیانمنېدو وروسته یې خپل سفر ته دوام ورکړی دی.
په دغو بریدونو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
دې ادارې تر دې مخکې د سېشنبې په ورځ پر یوې نفتوړونکې او یوې کانټینري بېړۍ د دوو نورو بریدونو خبر هم ورکړی و، خو دا یې نه وه روښانه کړې چې دغو بریدونو کوم زیان یا مرګژوبله اړولې وه که نه.
د بریتانیا «ونګارډ» امنیتي شرکت هم ویلي چې څلور بېړۍ په بریدونو کې په نښه شوې دي. دغه شرکت د بېړیو نومونه «جياېفاېس پرایډ» او «جياېفاېس ژیزل» ښودلي چې دواړو د سنګاپور بیرغ درلود. همدارنګه «الفونسو» نومې بېړۍ هم په نښه شوې چې د باربادوس بیرغ یې درلود.
د څلورمې بېړۍ نوم «السعدیات» ښودل شوی چې د مارشال ټاپوګانو تر بیرغ لاندې یې تګ راتګ کاوه.
د وینګارډ په راپور کې ویل شوي چې کانټینري بېړۍ «جياېفاېس پرایډ» ډوبه شوې، خو د «الفونسو» په نوم د نفتوړونکې بېړۍ برخلیک لا هم روښانه نه دی.
دوه نورو بېړیو خپل سفر ته دوام ورکړی دی.
د ایران سپاه پاسداران نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) ویلي چې یوه بېړۍ په هرمز تنګي کې له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته اور اخیستی او ډوبه شوې ده، خو د پېښې وخت یې نه دی مشخص کړی. دا هم روښانه نه ده چې ایا د ایراني چارواکو موخه له هغو څلورو بېړیو څخه یوه ده چې سمندري ادارو یې په خپلو راپورونو کې یادونه کړې ده که نه.
د هرمز تنګی، چې د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده، په منځني ختیځ کې د جګړې د اصلي ډګر په توګه بدل شوی دی.
دغه جګړه د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو سره پیل شوه.
له هغه راهیسې تهران د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې اخیستی او په منظم ډول هغه بېړۍ په نښه کوي چې د ده په وینا، له اجازې پرته له دې سمندري لارې تېرېږي.
په غبرګون کې واشنګټن د ایران پر بندرونو سمندري کلابندي لګولې، څو د دغه هېواد پر اقتصاد د فشار راوړلو له لارې هغه کمزوری کړي.
