ایران کې د افغان کډوالو د موټر چپه کېدو ۱۴ ټپیان کړي

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو د لېږدولو یوه موټر د چپه کېدو له امله ۱۴ کسان سخت ټپیان شوي دي.

د سیستان او بلوچستان د خبرونو پوښښ کوونکې خبري اژانس «حال‌وش» په یوه راپور کې لیکلي، چې دا پېښه پرون (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) د مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د خاش ـ ایرانشهر پر لاره د «تیغاب» په سیمه کې شوې ده.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د موټر د چپه کېدو له امله ۱۳ افغان کډوال او د موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.

حال‌وش لیکلي، د امبولانس د نشتوالي له امله ځینې ټپیان شاوخوا درې ساعته د پېښې په ځای کې پر ځمکه پاتې شوي وو.

دغه رسنۍ داسې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي، چې پکې لیدل کېږي ټپیان له پېښه شوي موټر څخه را ایستل شوي او پر ځمکه په سخت ټپي حالت کې پراته دي.

د ویډیو ثبتوونکی وايي، ټپیان د مازدیګر له ۴ تر ۷ بجو پورې پر ځمکه پاتې وو. د هغه په وینا، یوازې یوه امبولانس په درېیو پړاوونو کې، چې د هر یوه ترمنځ یو ساعت واټن و، ټپیان روغتون ته لېږدول. یو شمېر نور ټپیان لارویانو په خپلو شخصي موټرو کې روغتون ته انتقال کړل.

د پېښې شاهدانو ویلي، چې ټول ۱۴ ټپیان سخت ټپیان شوي وو او د بدن په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول لاسونو، پښو او سر کې یې ماتېدنې او نور شدید ټپونه لرل.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې د ناقانونه کډوالۍ لارې ناامنې شوې او له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه شوې، هره ورځ زرګونه افغانان، په ځانګړي ډول ځوانان، د کار موندلو او د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو په هیله پر ناامنو لارو سفر کوي.

په ایران کې د افغان ناقانونه کډوالو د لېږدولو موټرو د ترافیکي پېښو یو لامل د موټر له عادي ظرفیت څخه څو برابره د زیاتو مسافرو سپرول بلل کېږي. هغه موټر چې پرون په پېښه کې ښکېل شوی، د عادي حالت له مخې د پنځو کسانو د لېږدولو ظرفیت لري، خو ۱۴ کسان پکې سپاره وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته