سي‌ان‌ان: امریکا غواړي پر ایران د «بمونو مور» په وسیله برید وکړي

د امریکا پوځ پر ایران د وروستي برید لپاره د نویو طرحو ارزونه کوي، چې پکې د دغه هېواد د تر ټولو ځواکمن غیرهستوي بم، چې د «بمونو مور» په نوم پېژندل کېږي، کارول هم شامل دي.

د سي‌ان‌ان خبري شبکې نن (پنجشنبه، د تلې ۲۳مه) د څو باخبره امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په دې طرحه کې د ایران د «کوه کلنګ» هستوي تاسیساتو په نښه کول هم شامل دي.

د سي‌ان‌ان سرچینو ویلي، که د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر صادر شي، ښايي دا برید د نومبر په درېیمه د امریکا د منځمهالو ټاکنو مخکې یا وروسته ترسره شي.

«موآب» چې د «بمونو مور» په نوم هم یادېږي او تخنیکي نوم یې «جي‌بي‌یو-۴۳» دی، شاوخوا ۹.۸ ټنه وزن لري او په هوا کې په چاودنې سره د چاودنې پراخه څپه رامنځته کوي. دغه وسلې د پراخو سیمو او سطحي اهدافو د ویجاړولو لپاره طرحه شوې، خو د هغو بمونو په څېر چې د ځمکې لاندې پیاوړو تاسیساتو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي، د ځمکې سختو طبقو ته د ژور نفوذ وړتیا نه لري.

د امریکا د پوځي پلان جوړونې یوې باخبره سرچینې ویلي: «د بمونو مور د رواني عملیاتو او د پراخو سیمو د پاکولو لپاره وسله ده، خو د ژور نفوذ لپاره نه ده طرحه شوې.»

د سي‌ان‌ان په نوي راپور کې ویل شوي، چې د ایران پر احتمالي هستوي مرکزونو، په ځانګړي ډول کوه کلنګ، د برید لپاره د امریکا په پوځي طرحو کې د بمونو د مور کارول هم په پام کې نیول شوي دي.

په دې طرحو د پوهېدونکو امریکایي چارواکو ویلي، چې د دغه بم کارول ښايي د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله زیاته کړي؛ په ځانګړي ډول که د استوګنې سیمو ته نږدې تاسیسات په نښه شي. دغه راز، د امریکا د ستراتیژیکو موخو پر وړاندې د دې وسلې د اغېزمنتیا په اړه هم شکونه شته.

د پنټاګون یوه چارواکي د سي‌ان‌ان د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «د جګړې وزارت د پراخو عملیاتي سناریوګانو لپاره پلانونه جوړوي، څو د ولسمشر او د جګړې وزیر امرونه عملي کړي.»

سپینې ماڼۍ هم ویلي، چې ټرمپ د ایران د هستوي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه پر مېز ساتلي دي.

خو تر اوسه د دغو بریدونو د ترسره کولو په اړه وروستۍ او رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.

کوه کلنګ د نطنز هستوي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري او ویل کېږي چې ایران د دغه غره لاندې یو پیاوړی او ځمکلاندې کمپلکس جوړ کړی دی. ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم ګواښ کړی و، چې که ایران خپل هستوي پروګرام بیا ورغوي، نو امریکا چمتو ده چې یو ځل بیا دغه تاسیسات په نښه کړي.

د دغه کمپلکس په اړه پخوانیو راپورونو او سپوږمکۍ انځورونو د هغه د ژوروالي او پیاوړو دفاعي جوړښتونو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

د راپور یوې سرچینې باور څرګند کړی، چې د ټرمپ حکومت غواړي د یوه ظاهراً لوی برید په ترسره کولو سره د بریا اعلان وکړي او له ایران سره له جګړې ووځي.

سي‌ان‌ان لیکلي، یوې باخبره سرچینې ځینې طرحه شوي پوځي انتخابونه د «اورلوبې نندارې» ته ورته بللي دي.

د دې امریکایي چارواکي په باور، پنټاګون د یوه پراخ او له شور سره مل برید له لارې ټرمپ ته د سیاسي وتلو زمینه برابروي، که څه هم د جګړې اعلان شوې موخې ترلاسه نه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته