د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» او «افغانستان د ازادۍ جبهې» په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر ډیپلوماتیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو پر دفترونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو پر بنسټونو د «منظمو ګواښونو د رامنځته کېدو احتمال» په اړه خبرداری ورکړی دی.
په هغه اعلامیه کې چې دغو دوو جبهې نن (پنجشنبه، د تلې ۲۳مه) خپره کړې، راغلي: «ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د طالبانو د امنیتي جوړښتونو دننه یا ورسره تړلې کړۍ، له افراطي شبکو او ځینو بهرنیو کړیو سره په همغږۍ کې، ښايي په افغانستان کې د نړیوالو ګټو او بنسټونو پر ضد د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو هڅه وکړي.»
دغو دوو جبهې ویلي، چې د دا ډول بریدونو عاملان د خپل اصلي هویت او موخو د پټولو لپاره د داعش نوم یا له مستعارو او ګمراه کوونکو نومونو څخه کار اخلي.
هغوی زیاته کړې، چې د موضوع حساسیت ته په پام، د دغو معلوماتو جزئیات باید د خپلواکو او باوري امنیتي بنسټونو له لوري وڅېړل شي او کرهوالی یې تایید شي.
د «ملي مقاومت» او «ازادۍ» جبهې ویلي: «د دې سناریو موخه ښايي د وېرې فضا رامنځته کول، نړیوالې ټولنې ته دا القا کول وي چې د امنیت لپاره د طالبانو امنیتي جوړښتونو ته اړتیا لري، پر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سیاسي باج اخیستل، د موجودو بحرانونو په اړه د عامه افکارو اړول او د ازادۍ، عدالت، اساسي حقونو او د ولسواک نظام د ټینګښت لپاره د افغانانو د مشروع مبارزې بدنامول وي.»
دغو جبهې د ډیپلوماتیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو د دفترونو، بشري مرستندویه سازمانونو، د بشري حقونو بنسټونو او ملکي کارکوونکو پر وړاندې هر ډول بریدونه او ګواښونه په څرګندو ټکو غندلي دي. دوی له دغو بنسټونو غوښتي چې خپل امنیتي او د ساتنې تدابیر په جدي توګه وارزوي او د احتمالي ګواښونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یوازې د طالبانو پر سرچینو تکیه ونه کړي.
د طالبانو دغو دوو مخالفو جبهې د موجودو معلوماتو د خپلواکې ارزونې او د دغو ګواښونو د څارنې، مستند کولو او څېړنې لپاره د یوه میکانېزم د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.
هغوی ویلي: «که ثابته شي چې د طالبانو اړوند کسانو، شبکو یا بنسټونو د دا ډول بریدونو په پلانولو، اسانتیا برابرولو یا ترسره کولو کې لاس درلود، نو عاملان او امر ورکوونکي یې باید په فردي او سازماني توګه ځوابویونکي وګرځول شي.»
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» څلور غړي یې نیولي دي. دغه وزارت ویلي وو، چې دغو کسانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) پر دفتر د برید پلان هم درلود.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د خپلو غړو د نیول کېدو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې او دا یې «د طالبانو خپله دسیسه، تبلیغات او د فضا جوړول» بللي، څو دغه ډله پخپله پر بهرنیو بنسټونو د برید لپاره زمینه برابره کړي.
