د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روسیې هغه نوي بندیزونه او تعرفې لغوه کړې چې ټاکل شوې وه روانه اوونۍ پلي شي.
رویټرز خبري اژانس نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) راپور ورکړی چې ټاکل شوې وه دغه بندیزونه او تعرفې له سبا څخه پلي شي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، ټرمپ پرون د یوه فرمان په صادرولو سره د دغو بندیزونو او تعرفو د پلي کېدو مخه نیولې ده.
تېره میاشت د امریکا حکومت داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې پر روسي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفې او د دغه هېواد د تېلو او ګازو پر پېرودونکو بندیزونه او جریمې لګېدې.
د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، ټرمپ د دغو بندیزونو او تعرفو لغوه کول د امریکا د ملي ګټو په چوکاټ کې بللي دي.
تېره میاشت تصویب شوی قانون پر روسیې د فشار زیاتولو په موخه جوړ شوی و. دغه طرحه امریکايي سناتور لینډسي ګراهام تر مړینې مخکې وړاندې کړې وه.
په وروستیو اوونیو کې ډونالډ ټرمپ د روسیې په اړه خپله تګلاره بدله کړې ده.
ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د یوې هوکړې له مخې داسې توافق ته رسېدلی چې پر بنسټ به یې مسکو د امریکا اړتیا وړ ډیزل برابروي او واشنګټن به کییف د روسیې پر زیربناوو له بریدونو منع کوي.
همداراز، ټرمپ په ښکاره د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې کییف نوي مشر ته اړتیا لري.
