په فراه ولایت کې یو ۲۸ کلن ځوان د خپل اکا د زوی له لوري د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
په دغه ولایت کې یوه سرچینه وايي چې تېره ورځ (شنبه، د تلې ۲۶مه) د دغه ولایت په مرکز کې د میرویس په نوم یو ځوان له خپل د اکا له زوی ذبیحالله سره لومړی لفظي شخړه کړې، چې وروسته ذبیحالله د چاقو په ګوزارونو خپل د اکا زوی میرویس وهلی او وژلی دی.
په ورته وخت کې، د فراه د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي چې په قتل تورن کس د دوی له لوري نیول شوی دی.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند کلیمالله ننګیال وايي، نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته د دوی عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورني تاوتریخوالي له امله وخت ناوخته دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.
فراه کې یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژل شوی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
